د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردایي سیمه کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۱۰۳۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ریاست د رسنیز دفتر د مالوماتو له مخې د اوبو رسولو دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۳۴۹ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. د یو بل خبر له مخې؛ د دغه ولایت په ګوشتې او کامې ولسوالیو کې بیا د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکې د خړوبولو په موخه په لمرېزې برېښنا سمبالې د اوبو رسولو ۹ شبکې جوړېږي، چې پر مټ به یې ۱۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.