د پروان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چاریکارو ښار کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ او د خلکو په ۱۰ سلنه ونډې سره د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یادونې وړده، چې په یاده پروژه کې د ۱۲۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د یوې زېرمې جوړول، د لمریزې برېښنا برابرول او د ۷.۸ کیلو مترو په اوږدوالي د پایپ لاینونو غځول شامل دي.