د راپورونو له مخې هند څو ورځې وړاندې له نوي ډیلي څخه د یوه پاکستاني ډیپلوماټ د شړلو امر وکړ، پاکستان هم د هند یو ډیپلوماټ نامطلوب کس وباله او د هغه د شړلو امر یې کړی دی. هند پاکستانی ډیپلوماټ په «جاسوسۍ» تورن کړی و؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هندی ډیپلوماټ له خپل ماموریته بهر په نورو فعالیتونو بوخت و. د خبرپاڼې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو د هند شارژدافیر احضار کړ او له اسلام اباد څخه یې د دغه ډیپلوماټ د وتلو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړ.