د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۱مه نېټه بېجينګ کې د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د غير رسمي غونډې مشري کړې. د پاکستان خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په دې غونده کې ګډون کړی. درې واړو خواوو د چين، افغانستان او پاکستان درې اړخيزه غونډه مهمه او بریالۍ بللې ده.
وانګ يي دغه راز ویلي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د درې اړخيز ميکانيزم او د همکاريو د پياوړتيا په اړه بحث او د نظریو تبادله شوې ده.
د وانګ يي په خبره، د یادې غونډې برياليتوبونه لاندې ۷ ټکي لري:
لومړی، متقابل سياسي اعتماد او خپل منځي دوستي به لا پياوړې شي.
دوهم، د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د ډيالوګ ميکانيزم به په ښه توګه عملي شي او په رڼا کې به يې ژر تر ژره په کابل کې د درېو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۶مه غونډه تر سره شي.
درېيم، خپلمنځي تګ راتګ به زيات او ډيپلوماتيکې اړيکې به لا ټينګې شي.
څلورم، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ همکارۍ به ژورې کړي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به افغانستان ته وغځېږي او سمه ييز تګ راتګ او د انټرنېټي شبکې جوړونه به پياوړې شي.
پنځم، په بېلابېلو برخو کې به واقعي همکاريو ته وده ورکړل شي او د همکاريو سويه به لوړه شي.
شپږم، له هر ډول ترهګرۍ سره به مخالفت او د امنيت د ټینګښت په برخه کې به همکارۍ کېږي.
اوم، په سیمه کې سوله او ثبات به خوندي ساتل کېږي او د پرمختګ لپاره به ښه چاپيريال برابرېږي.