د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس مطیعالحق خالص، چې د افغان پلاوي مشري کوي، په روسیه کې د اذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر مختار بابایف سره کتلي دي. بابایف د افغان پلاوي د نوسکي کانګرس کې ګډون ارزښتناک بللی دی. په دې کتنه کې مطیع الحق خالص له اذربایجان مننه کړې او د افغانستان د ګډون لپاره د (کاپ ۲۹) کنفرانس بلنه یې ارزښتناکه بللې ده. دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او همغږۍ ټینګار کړی.