د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۲مه نېټه اعلان کړی، چې د چين د دولتي شورا صدراعظم لي چيانګ به د اندونيزيا د ولسمشر پرابوو سوبيانټو په بلنه د مې له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي.
د اسيان د نوبتي رئيس هېواد مالزيا د صدراعظم داټو سيري انور بين ابراهيم په بلنه به لي چيانګ د مې له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د مالیزيا په کولالامپور کې د اسيان، چين او د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ کمېټې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.