د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د معنوي تمدن د ابادۍ لپاره مهم هدايت کړی دی.
شي جين پينګ د مادي او معنوي تمدنونو ترمنځ همغي د چيني شکله عصري کېدو مهمه ځانګړتيا بللې او ويلي يې دي، چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د ګوند په مرکزي کمېټه کې د سوسياليستي معنوي ابادۍ ترویج دوام لري او د اصلي جریان ټولنیزو ارزښتونو تثبیت او تقويې ته يې دوام ورکړی، چې له امله يې د ټول ملت معنوي لید لوری لا ځلانده او قوي شوی دی.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د معنوي تمدن د ابادۍ له لارې به د لوړ کيفيت پرمختګ وموندل شي او د قوي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمورتيا لپاره به ځواکمن معنوي قوت برابر شي.
د چين د مادي او معنوي تمدن ابادي د ستاينې غونډه د مې په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوې او په دې غونډه کې د شي جين پينګ ياد هدايت خپور شوی دی.