د چین د دولت رئيس مرستیال هان جنګ د مې په ۲۲مه نېټه په بېجینګ کې د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې په سږنۍ هڅونکې سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.
هان جنګ وویل، رئیس شي جين پينګ په ډاګه کړې چې سایبري شبکې، لوی ډیټا، ځیراکتیا او واقعي اقتصاد دې سره پیوستون ولري، د نوي کیفیت تولیدي توان دې وهڅول شي، تر څو د خپل هېواد باکیفیته پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابر شي. اوسمهال د تکنالوژۍ او تولیدي چارو د نوې دورې اصلاحات روان دي، د دیجتلي اقتصاد او ځیراکتیا په استازیتوب نوې چارې او نوي تخنیکونه پراخ کارول کېږي، په دې سره په ګردې نړۍ کې د سوداګرۍ او پانګونې شکل هم بدلېږي او د پرمختګ ګټور فرصتونه او ښه اینده پیدا کېږي. نو مختلفې خواوې دې په دې موقع کې یاد اصلاحات فعال وهڅوي او ګډه وده دې ومومي.
یاده سرمشریزه د چین د نړیوالې سوداګرۍ د هڅونکي کمیسیون لخوا کوربتوب شوه او د مسلسلو ۴ کلونو لپاره ترسره شوه. سږنۍ سرمشریزه د(( دیجتلي اقتصاد او ځیراکتیا سره په مټ ګډ پرمختګ ومومي)) تر عنوان لاندې ترسره شوه او پکې د بهرنیو هېوادونو حکومتي ارګانونو، د نړیوالو سازمانونو، بهرنیو سوداګریزو ټولنو د مسئولانو او د کورنیو او بهرنیو تصدیو استازو په شمول څه باندې ۸۰۰ تنه برخه واخیستله.