د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يې د مې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د هالنډ له سيال کاسپار ويلډکامپ سره خبرې اترې تر سره کړې.
وانګ يې وويل، چين غواړي له هالنډ سره همغږۍ او خبرې اترې پياوړې کړي، واقعي او څو اړخيزې همکارۍ زياتې کړي او د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د ټينګښت او د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو او د اکمالاتو د نړيوال ځنځير ثابتوالي لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي. چين د ورخلاصون په اړه څو نوي تدابير صادر کړي دي او هرکلی کوي چې هالنډ له دغه فرصته استفاده وکړي او چيني تصديو ته د سوداګرۍ عادلانه او غیر تبغیضي چاپيريال برابر کړي.
ويلډکامپ وويل، هالنډ د يو چين پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ پياوړی کړي، همکارۍ پراخې کړي او پر څو اړخيزم ټينګار وکړي. د اروپا او چين تر منځ اړيکې ډېرې مهمې دې او هالنډ غواړي د دې اړيکو د ټينګولو لپاره فعالې هڅې وکړي.