د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» له مشرې روزا اوتنبایوا سره د راستنو شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. په لیکلي بیان کې د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۲ میاشتو په اوږدو کې له پاکستان او ایرانه سلګونه زره افغانان راستانه شوي دي. له دې وړاندې یوناما ټینګار کړی و چې له راستنېدونکو یې ملاتړ په لومړیتوب کې دی.