د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د نږدې ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دا مرکز د کنسرن موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي او چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي. سرچینې ویلي چې دغه روغتیايي مرکز به ۸ خونې ولري، چې په عصري تجهیزاتو او برېښنايي سیسټمونو به سمبال وي. سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به نږدې ۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي. د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په یادې ولسوالۍ کې دوه اساسي روغتیايي مرکزونه او څو کوچني خدماتي مرکزونه فعال دي، خو ځایي خلک له سرپرست حکومت څخه د نورو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه کوي.