د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له تېرو څو ورځو راهیسې په ثابت ډول لوړ شوی دی. د افغانستان بانک د خبرپاڼې لهمخې، نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۸.۶۳ افغانۍ او د پلور بیه هم ۶۸.۸۳ افغانۍ ده. یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې یو امریکایي ډالر په نږدې ۷۰ افغانیو بدلېده. خلک د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي خو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي.