د کلیو، بیارغونې او پراختیا د سرپرست وزیر محمد یونس اخندزاده له لوري د پروان ولایت په مرکز، سرخ پارسا او شینواري ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو شبکو کې په بشپړېدو سره د مرکز او نوموړیو ولسوالیو ۱۵۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.