د چین د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګو له خوا ۱۸۸۳۲ نوي شرکتونه جوړ شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی ښيي او په واقعي توګه استعمال شوې بهرنۍ پانګونې ۳۲۰ اعشاریه ۷۸ ملیارډو یوانو ته رسېدلې دي.
د دوی په منځ کې، د برېښنايي سوداګرۍ د خدماتو په چارو او د فضايي تجهیزاتو، کیمیاوي درملو او د طبي وسایلو او تجهیزاتو په تولیدي چارو کې د استعمال شوې بهرنۍ پانګې په جلا جلا توګه ۱۳۷ سلنه، ۸۶ اعشاریه ۲ سلنه، ۵۷ اعشاریه ۸ سلنه او ۴ اعشاریه ۹ سلنه زیاتې شوې دي.