د چین صدراعظم لي چيانګ د می د ۲۴مې نېټې په ماښام په جاکارتا کې د اندونیزیا له ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره د چین او اندونیزیا د سوداګریزې ټولنې په ماښامنۍ غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه. د دواړو هېوادونو شاوخوا ۲۰۰ سوداګریزو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
لي چيانګ په خپله وینا کې وويل چې روان کال د چين او اندونیزیا ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو له ۷۵مې کلیزې او د بانډونګ کنفرانس د جوړېدو له ۷۰مې کلیزې سره برابر دی. د چین او اندونیزیا په شمول اسیايي او افریقايي هېوادونه د پېچلیو نړیوالو حالاتو په وړاندې په بانډونګ کې راټول شول او د یووالي، دوستۍ او همکارۍ د بانډونګ روحیه یې جوړه کړه چې د سراسري جنوب د همکارۍ په وده او د نړیوال وضعیت په سم لوري روانولو کې یې مهم رول ولوباوه.
چین غواړي د اندونیزیا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره د ودې او پرمختګ فرصتونه شریک کړي او په دوامداره توګه د پرانیستې لارې پراخې کړي ترڅو په چین کې د بهرنيو شرکتونو د پانګه اچونې او سوداګرۍ لپاره لاښه چاپيریال برابر کړي.