د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو څلورم نندارتون او د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د مې په ۲۲مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کې پرانيستل شوی او د مې تر ۲۵مې نېټې پورې دوام لري. په دې نندارتون کې د منځنۍ او ختيځې اروپا له ۸۰۰۰ زيات ډوله ځانګړي توليدات نندارې ته وړاندې شوي او د چيني او بهرنيو سوداګرو ترمنځ د وصل او اړيکو چارې په ګرمه فضا کې تر سره شوې. دا ښيي، چې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ سوداګري د غوړېدو په حال کې ده.
په دغه نندارتون کې د يوه برخوال يوناني شرکت مسوول پافورو کريستوس د چين د پراخ بازار او د پياوړي اقتصادي حيالي قوت ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې د چين پراخ مصرفي بازار د منځنۍ او ختيځې اروپا شرکتونو ته ډېر زيات فرصتونه رسوي.
د واسکو (VASCO) په نوم د پولنډ يو ټېکنالوژيک شرکت په دغه نندارتون کې ګډون لري او نندارې ته يې د ژبو د ژباړلو يو ډول ماشين وړاندې کړی. دغه ماشين په ژوندۍ توګه د خبرو، تصويرونو او ليکنو محتويات ژباړلی شي. په چين کې د دې شرکت مسوولې جو شياو جينګ خبريالانو ته ويلي، چې شرکت يې تېر کال په شن جن ښار کې فرعي څانګه جوړه کړې او توليدات يې د چين د ۳۶ ښارونو په هوايي ډګرونو کې پلور ته وړاندې شوي دي. هغې زياته کړې، چې شرکت يې د چين بازار د کارو بارو مهمه برخه بللې او په راتلونکي کې به د چيني مشتريانو د اړتياوو له مخې خپل توليدات لا بشپړ کړي.
د چين، د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ په رڼا کې زياتېدونکي چيني شرکتونو د منځنۍ او ختيځې اروپا په هېوادونو کې د پراختيا ګامونه چټک کړي دي.
د جي ډي اېل (JDL) په نوم شرکت، چې د چين د جينګ دونګ ګروپ اړوند د مالونو لېږدونکی شرکت دی، په تېر مارچ کې په پولنډ کې خپل درېيم ګدام د ګټو اخيستنې ته سپارلی. دغه ګدام نږدې لس زره متره مربع مساحت لري او د برېښنايي سوداګرۍ د نړيوالو سوداګرو او د پرچون خرڅلاو د ځايي سوداګرو لپاره د اکمالاتي ځنځير مجموعي خدمتونه برابروي.
په اروپا کې د نوموړي شرکت مسوول خبريالانو ته ويلي، چې شرکت به يې اروپايي بازارونو ته د چين د لا زياتو برنډونو د ننوتلو لپاره خدمتونه وکړي او هم به د لا زياتو اروپايي شرکتونو لپاره د مالونو ځانګړي ټرانسپورټي پلانونه جوړ او عملي کړي.
لومړنۍ شمېرنې ښيي، چې د منځنۍ او ختيځې اروپا په هېوادونو کې د چين د پانګونې ارزښت له ۲۴ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.
په پولنډ کې د چين د سوداګريزې ټولنې مسوول وانګ جو پنګ زموږ خبريال ته ويلي، چې پولنډ له تېرو کلونو راهيسې په منځنۍ او ختيځې اروپا کې د چين د پانګونو مهم هدف ګرځېدلی دی. تر اوسه پورې سلګونه لويو چيني شرکتونو په دغه هېواد کې کاروبار پيل کړی او د مستقيمو پانګونو عمومي ارزښت يې له ۴ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شوی دی.
له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو نندارتون درې پړاوونه په نينګ بو ښار کې جوړ شوي. دغه نندارتون چيني بازار ته د منځنۍ او ختيځې اروپا د توليداتو د معرفت، چين ته د نوموړې سيمې د صادراتي توليداتو د زياتوالي او د دواړو خواوو د همکارۍ د ګډو توافقاتو د راغونډولو په برخو کې مهم رول لوبولی دی.
ارقام ښيي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې د چين او د منځنۍ او ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱۴۲ ميليارډه او ۲۷۰ ميليونه امريکايي ډالره و، چې د وړم ۲۰۲۳م کال په پرتله ۶ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی او د زياتوالي انډول يې د چين د وارداتو او صادراتو د زياتوالي انډول په پرتله په سلو کې ۲ اعشاريه ۵ لوړوالی ښيي.