روسیې او اوکراین پرون سلګونه نور بندیان تبادله کړل. د راپورنو له مخې، دا د روانې جګړې تر ټولو په لویه کچه تبادله وه چې د دغه بهیر درېیم او وروستی پړاو و. اخوا د اوکراین پلازمېنه کییف او نورې سیمې د روسیې د پراخو ډرونونو او توغندیو تر برید لاندې راغلي چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. تر دې مخکې، د روسیې د دفاع وزارت ویلي و چې دواړو خواو ۳۰۳ سرتېري تبادله کړي او تر دې مخکې یې د شنبې په ورځ ۳۰۷ جنګیالي او ملکیان تبادله کړي وو او د جمعې په ورځ یې ۳۹۰ تنه تبادله کړل چې د روانې جګړې تر ټولو لویه تبادله بلل شوې ده.