د ایران د اورګاډي ادارې اجراییوي مشر جبار علي ذاکري وایي، چې د ټاکل شوي پلان له مخې به سږکال ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدوي. هغه له اېرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د سالار – شادمهر حلقوي سړک په پرانیستلو سره به اورګاډي د توربت حیدریه تم ځای څخه پرته له ځنډ تېرېږي او په ډېرې کمې موده کې به خپل مزل وهي او منزل ته به رسېږي. ذاکري له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان د ایران د سوداګرۍ په برخه کې پنځم اصلي شریک دي او د ټاکل شوي پلان له مخې به سږ کال له ۵۰۰ زره ټنو څخه ډېر ټرانزیټي توکي د اور ګادي پټلۍ له لارې دغه هېواد ته واستول شي.