د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین سېچوان ولایت ۲۰م نړۍوال اقتصادي او سوداګریز فورم ګډونوالو ته په خپلې وینا کې ویلي، افغان حکومت له خپلو ټولو اقتصادي شریکانو سره برابرۍ ته ژمن دی او د روڼتیا پر بنسټ تعامل ته دوام ورکوي. متقي ویلي، افغانستان د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل پیل کړی او افغان ملت نورو هېوادنو سره د اقتصادي همکاریو له لارې غواړي د هېواد امنیت، سوکالي او پرمختګ وساتي. هغه د چین نړۍوال نندارتون د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو فرصتونو لپاره ګټور یاد کړی. متقي چین د افغانستان ښه اقتصادي شریک او د ټکنالوژۍ، کرنې او بنسټیزو پروژو کې د چین رول مهم یاد کړی د متقي په خبره، هڅه کوي دغو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتي همکارۍ ته لار برابره کړي. نوموړي ویلي، افغانستان کولی شي په سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په څلور لارې بدل شي.