د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۶مه نېټه د چين د فودان پوهنتون د جوړېدو ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د دغه پوهنتون کارکوونکو او محصلينو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې فودان پوهنتون له تېرو ۱۲۰ کلونو راهيسې د زمانې له جريان سره سمون لرونکي ګامونه پورته کړي، با شکوه وطن پرستۍ روحيې په جوړولو کې يې د زده کړې د یوې ښې زانګو رول ادا کړی دی، ګڼ شمېر مستعد کسان يې روزلي، ډېر نوښتونه او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او د هېواد او ملت په پرمختګ کې يې مثبت رول لوبولی دی.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې فودان پوهنتون د تعليم او علمي څېړنو اصلاحات پياوړي کړي، د علمي او ټېکنالوژيکو نوښونو او استعداد لرونکو د روزلو ترمنځ پيوستون تقويه کړي، د فلسفې او ټولنيزو علومو نوښت او پرمختګ ته دوام ورکړي، د هېواد د مهمو ستراتيژيکو پلانونو او د سيمه ييز اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د خدمت توان لوړ کړي او د پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.