د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا له مرستیال چین جیانان سره کتلي. په دې کتنه کې د افغانستان دولتي شرکتونو او د چین د نړۍوالې سوداګرۍ ودې شورا ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر دوام او افغان سوداګرو ته د چین په سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده. چینايي لوري وړاندیز کړی، چې د پانګونې ټول فرصتونه او مشخصې طرحې دې له اړوندو ډیپلوماتیکو ادارو سره شریکې شي، تر څو د شورا له خوا لازم اقدامات وشي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي به د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ په موخه په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.