ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د روسیې امنیت شورا وایي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي په لومړي ځل د مسکو د لوړ پوړو چارواکو په نړیواله امنیتي ناسته کې ګډون کوي. د روسیې امنیت شورا ټینګار کړی، چې نوي امنیتي ګواښونه او ننګونې نړیوال او له پولو هاخوا بڼه لري او هېڅ هېواد نشي کولی، چې یوازې یا په دوه اړخیزه توګه له دغو ګواښونو سره مقابله وکړي. د راپور له مخې؛ دغه ناسته د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې په مسکو کې جوړیږي او د دې ناستې په څنډه کې د سویل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې، بریکس، د شانګهای همکارۍ سازمان او ګډو ګټو هېوادونو د استازو ترمنځ څو اړخیزه غیرې رسمي خبرې اترې هم ترسره شي.