د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له رییس فریدون شیرالله سره کتلي دي. په دې کتنه کې ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د همکاریو هرکلی یې کړی او ویلي یې دي؛ موږ د موسساتو سره د همکارۍ په لټه کې یو، ترڅو هغوی ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړو. د هالنډ کمېټې رییس د دې ادارې د چټک کاري بهیر ستاینه کړې او د یادې کمېټې په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي. نوموړي ویلي، یاده کمېټه په ۳۰ ولایتونو کې فعالیت کوي او کوښښ کوي چې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي. د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د ۳۱۴ زره او ۲۸۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی. د دې هوکړه لیک له لارې به د غور ولایت په چار سده، دولینه او شهرک ولسوالیو کې د دوه زره او ۹۵۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې هم وشي.