جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ویلي چې اسلاماباد چمتو دی له هند سره د ټولو ستونزو د ختمولو په موخه خبرې اترې وکړي. د راپور له مخې، شریف د سیمهییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی او ټينګار یې کړی چې هېواد یې په سوېلي اسیا کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی. د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې( موږ سوله غواړو او د کشمیر په ګډون د ټولو اختلافاتو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو یو.) د نوموړي په خبره، پاکستان «سوله خوښی» هېواد او په سیمه کې د همغږۍ په لټه دی، خو په وینا یې هر ډول «تېري کوونکي ګام» ته په اغېزمنه او قوي توګه ځواب ورکوي. د یادونې ده چې شریف د سیمهییزو سفرونو لړۍ له ترکیې پیل کړې او اوس په ایران کې دی.