د چين کلتوري صنعت ۲۱م نړیوال نندارتون د مې په ۲۲مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پيل او په ۲۷مې نېټې پای ته ورسيد.
د چين کلتوري صنعت د سږني نندارتون بڼه د تېرو نندارتونونو په پرتله پراخه وه او د نړۍ د ګڼو هېوادونو تصديو او شرکتونو پکې ګډون کړی و او خپل توليدات یې پکې نندارې او پلور ته وړاندې کړي وو.
په دغه پنځه ورځني نندارتون کې ۶ زره او ۲۸۰ حکومتي پلاويو، کلتوري سازمانونو او شرکتونو په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی و، چې دغه شمېر د تېرې دورې د نندارتون د ورته شمېر په پرتله ۲۶۵ زيات دی.
په دغه نندارتون کې د نړۍ ۶۵ هېوادونو خپل نندارځي پرانیستي وو، چې ۵۰ هېوادونه پکې د کمربند او لارې همکاران وو.
دغه نندارتون د ډېرو سوداګرو او نندارچيانو پاملرنه راجلب کړې وه او د اخري ورځې تر پايه څه باندې ۲.۲ ميليونه خلک يې ليدو ته ورغلي وو.
د يادونې ده، چې په دغه نندارتون کې په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتيا د نندارې ځانګړې سيمه هم جوړه شوې وه، چې پکې شاوخوا ۶۰ شرکتونو خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړي وو.
دغه نندارتون د ۳ مجموعي نندارځايونو او ۵ مسلکي نندارځايونو په شمول ۸ نندارځي پرانيستل شوي وو، چې پکې د کلتوري صنعت دوې برخې او د لوی خليج سيمې يا د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو سيمو د کلتوري صنعت ابتکاري نندارځی هم شامل وو او پاتې ۵ مسلکي نندارځايونو کې د نړيوالې کلتوري سوداګرۍ نندارځی، د کلتوري لګښت او سيلانيزو چارو نندارځی، د هنري ډيزاين، فيشني ژوند او کلتوري تخنيکونو او سوداګرۍ نندارځی، د فلم او ټېلويزيون، د چاپ حق، برېښنايي لوبو نندارځی او د غير مادي ميراثونو او هنرونو نندارځی شامل وو.
د چين کلتوري صنعت په سږني نندارتون کې شاوخوا ۱۲۰ زره کلتوري تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو او د کلتوري صنایعو د پانګو اچولو او راجلبولو څه باندې ۴ زره پروژې پکې ترسره شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې ۶۵ هېوادونو او سيمو او ۳۰۵ بهرنيو شرکتونو په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی و، چې په دې جمله کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو ۱۳۲ بهرنيو شرکتونو افلاين يا حضوري او د ۲۵ هېوادونو او سيمو ۱۷۳ بهرنيو شرکتونو بیا انلاين برخه اخیستې وه.
دا د کلتوري صنعت د سوداګرۍ ملي او نړیوال نندارتون دی، چې د چين تر ټولو لوړ، لوی او اغېزمن نندارتون بلل کېږي او هم د کلتوري صنعت په برخه کې د دغه هېواد لومړی لوی نندارتون دی، چې په لومړي ځل ۲۰۰۴م کال کې ترسره شو او په اړوندو نړيوالو نندارتونونو کې د مخکښ ځای د نيولو په هڅه کې دی.
د چين کلتوري صنعت نندارتون د چيني کلتور د پېژندنې او د ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ بلل کېږي.