د هرات ولایت ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې تولید شوي ۲۵ ټنه اچار اروپايي هېوادونو ته د لېږدولو خبر ورکړی دی. د هرات سرپرست والي مولانا اسلامجار دغه صادرات د اقتصادي پراختیا په لور مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې د صادراتو په برخه کې سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د تولید شویو اچارو شرکت رییس نور احمد علیزي ویلي، چې دغه اچار د هرات د سیمه ییزو بزګرانو له کرنیزو محصولاتو چمتو شوي او د نړۍوالو معیارونو سره سم بسته بندي او صادر شوي دي.