د چین صدراعظم لي چيانګ د می د ۲۶مې نېټې په ماسپښین په کوالالمپور کې د اسيان، چين او خلیج عربي هېوادونو د همکارۍ شورا د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د دې شورا د نوبتي رئیسه هېواد کویت له وليعهد صباح الحمد الصباح سره وکتل.
لي چيانګ وويل، چين غواړي له کويټ سره د متقابل سياسي باور د پياوړتيا، د متقابلو ګټورو همکاريو د ژورتيا او د دوه اړخيزو اړيکو د عملي پرمختګ د هڅولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
په دې لیدنه کې د کویټ وليعهد هم وویل، هېواد يې له چین څخه مننه کوي چې د کویټ د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام کوي او کویټ به د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار وکړي او د خپلو مرکزي ګټو په اړه د چین د دریځ ملستاینه کوي.
هغه وايي، کویټ له چین سره اړیکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له چین سره په فعاله توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا ترلاسه شوې مهمې موافقې پلې کړي، د همکارۍ بالقوه توان ولټوي، د همکارۍ ساحې پراخې کړي، د متقابلو ګټو پر اساس ولاړې همکارۍ ژورې کړي، کلتوري تبادلې پیاوړې کړي، د خلیج عربي هېوادونو د همکارۍ شورا او چین ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي او په سیمه ییزو او څو اړخیزو چارو کې خپلمنځي اړیکې او همغږۍ پیاوړې کړي ترڅو دوه اړخیزې اړیکې لوړې کچې ته ورسوي.