د جون لومړۍ نېټه چې د ماشومانو نړیواله ورځ ده، په دې مناسبت د مې په ۲۷مه په بیجینګ کې د چین د ماشومانو مخکښې ډلې نهم ملي کانګریس پرانیستیل شو.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دغه کانګرېس ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب يې د يادې ډلې غړو، لارښوونکو او اړوندو کارکوونکو ته نيکې هيلې وړاندې کړې او د ماشومانو د نړيوالې ورځې په پار يې د دغه هېواد ټولو ماشومانو ته مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې تنکي ځوانان او ماشومان د پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني مليت د بيا سمسورتيا راتلونکی قوي ځواک دی او د ماشومانو مخکښې ډله د هغوي په سالم پرمختګ کې د مکتب رول لري. دغه ډله بايد د ګوند تګلاره تعقيب کړي، د سوسياليزم د وارثانو د روزلو دنده ښه تر سره کړي او د وطن او ګوند پرستو، د زحمتکشانو د روزنې او هراړخيز پرمختګ په برخو کې دې د خپلو غړو لارښوونه وکړي.