د چين طلايي مثلث «تعليم، علمي ټکنالوژي او استعدادونه» د پياوړي هېواد د جوړېدو د ستراتيژۍ ثابت اساس دی.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کمونېست ګوند په مرکزيت په نوې عصري زمانه کې ياد طلايي مثلث «تعليم، علمي ټېکنالوژي او استعدادونه» ته ګډ پرمختګ ورکړی، د پياوړي هېواد د ابادۍ ستراتيژي یې جوړه او ګټه ترې پورته کړې، د عصري هېواد د جوړولو لپاره يې د دغه مثلث بنسټ ټينګ ساتلی او د تعليم له لارې يې د استعدادونو روزنې او له لارې یې د علمي ټکنالوژۍ هڅونې او د علمي ټکنالوژۍ له لارې یې د تعليم د پرمخبېولو دايروي سيسټم جوړ کړی دی.
چين له لسګونو کلونو راهیسې د تعليم، علمي ټکنالوژۍ او استعدادونو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.
د چين کمونېست ګوند په ۱۹۹۵م کال کې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د تعليم او ښوونې په تطبيق سره د هېواد د پرمختګ ستراتيژي، په ۲۰۰۲م کال کې يې د استعدادودنو پر مټ د پياوړي هېواد جوړولو ستراتيژي او په ۲۰۱۲م کال کې يې د علمي ټکنالوژۍ د نوښت له لارې د پرمختګ ستراتيژي وړاندې کړې ده.
د يادې ستراتيژۍ شل کلنو تجربو ته په کتو، د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۲م کال کې د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته په وينا کې طلايي مثلث «تعليم، علمي ټېکنالوژي او استعدادونه» د عصري هېواد د جوړېدو لپاره بنسټيز او سترايژيک بنسټ وباله.
نوموړي له يادې وينا دوه کاله وروسته د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د اصلاحاتو په عمده موضوع د تعليم، علمي ټکنالوژۍ او استعدادونو د ګډ پرمختګ د ميکانيزم د هڅونې نظر وړاندې کړ او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې د ميکانيزم سيټماټيکې نظريې وساتي او د طلايي مثلث «تعليم، علمي ټکنالوژي او استعدادونه» د يو ځايښت لپاره دې کار وکړي او دغه راز د استعدادودونو او علمي ټکنالوژۍ د پياوړتيا له لارې دې د صنعتي چارو، اقتصاد او هېواد د پرمختګ لارې ومومي او د باکيفيته پرمختګ اغېزه دې پراخه کړي.
د تعليم، علمي ټېکنالوژۍ او استعدادونو د ګډ پرمختګ ستراتيژۍ تطبيق د نړيوالې سيالۍ پر وړاندې ډېر ضروري او هم د ملت د ښيرازۍ لپاره اړين انتخاب دی.
چين د نړۍ تر ټولو لوی ښوونيز سیسټم لري او ټولنې ته پر له پسې مستعد کسان وړاندې کوي.
په چين کې د ساينس، ټکنالوژۍ، صنعتي پروژو او رياضۍ په شمول اړوندو برخو کې د فارغو محصلينو اندازه په نړۍ کې مخکښ ځای لري او د علمي ټکنالوژۍ په ګاڼه د سنبالو مستعدو کسانو شمېر يې له ۱۱۲ ميليونو څخه اوښتی دی، چې په دې برخه کې هم نړيوال مقام لري.
د چين د علمي څېړنو د اوږدمهالو پانګونو اندازه د زياتېدو په حال کې ده او د تېر ۲۰۲۴م کال تر پايه يې ياده پانګونه له ۵۰۰ ميليارډو ډالرو څخه پورته وه.
چين د همدې پانګونې پر مټ د ساينس او ټکنالوژۍ په چارو کې د نړۍ په سلو مخکښو ادارو کې ۲۶ څوکۍ لري او لومړی نړيوال ځای یې خپل کړی دی.
چينايان په هېواد کې دننه د ساينس او ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ ښه احساس لري. مستعد کسان د تعليم او علمي ټکنالوژۍ ترمنځ د پل رول لوبوي.
د چين طلايي مثلث «تعليم، علمي ټکنالوژي او استعدادونه» يو تړل شوی سيسټم نه دی، بلکې يو داسې پرانيستی او فعال سیسټم دی، چې هر وخت نوښتونه کوي او په اوسني عصر کې يې نه يوازې د چين د عصري کېدو لپاره ښه لاره برابره کړې، بلکې په پرانيستې بڼې يې نړۍ ته د چين ښې تجربې هم برابرې کړې دي.