د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسول ډاکټر حامد جعفري سره کتلي دي. په دې کتنه کې. د عامې روغتیا وزیر، د پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د روغتیا وزارت لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل؛ په دې برخه باید د ښکېلو خواوو له لوري لا زیات کار وشي، د پولیو واکسین په ښه توګه تطبیق او د مخنیوي لپاره یې مناسب پلان جوړ او عملي شي. د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د خپلو ترسره شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.