متحده عربي اماراتو په رسمي ډول دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک منلی دی. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوبۍ دفتر رییس شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم د افغانستان د سرپرست حکومت د جنرال قونسل په توګه د عبدالرحمن فدا باورلیک کاپي ترلاسه کړې او نوموړی یې رسما د سرپرست حکومت د نوي جنرال قونسل په توګه ومانه. شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم، عبدالرحمان فدا ته د نوې دندې د پیل مبارکي وویله او ورته یې په چارو کې د پرمختګ او لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه. نوموړي، د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د ژورو، متقابلو او رغنده اړیکو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو په برخو کې قوي او متقابل باور لرونکي ملګري دي. په پای کې عبدالرحمن فدا د کوربه هېواد له خوا د تود هرکلي او د دې مهمې دیپلوماتیکې لیدنې له امله مننه وکړه او وې ویل، دا لیدنه به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخوالي او پیاوړتیا لپاره مهم ګام وي.