د چین صدراعظم لي چيانګ د مې د ۲۷مې نېټې په ماښام د ماليزيا له صدراعظم انور ابراهيم او د ویتنام له صدراعظم فام مين چين سره په کوالالمپور کې د اسيان، چين او د خليج همکارۍ شورا درې اړخيز اقتصادي فورم د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې.
لي چيانګ په خپله وینا کې وويل چې د درې اړخيزې سرمشريزې د بريالۍ ترسره کېدو له لارې د خپلمنځي همکارۍ يو نوی فصل پرانيستل شوی. د دې سرمشریزې اصلي موضوع په ګډه د فرصتونو رامنځته کول او د سوکالۍ شریکول دي. هغه زیاته کړه چې په نننۍ زمانه کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کار کول د فرصتونو جوړول دي.
انور په خپله وینا کې وویل چې د اسيان، چين او د خليج همکارۍ شورا لومړۍ سرمشریزې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې نړۍ ته د دریو خواوو ترمنځ د یووالي او همکارۍ قوي پیغام یې واستوه. چین د اسيان او د خليج همکارۍ شورا یو مهم ملګری دی او د اقتصادي پرمختګ په هڅولو، د سولې او ثبات ساتلو او د نړیوال عدالت په دفاع کې ستر رول لوبوي.