د ټولګټو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا محمدعیسی ثاني په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت له همغږي کوونکي بلال اونال او مل پلاوي سره کتلي دي. د خبر پاڼې له مخې په دې کتنه کې د ټولګټو وزیر له یاد پلاوي غوښتي چې اوسمهال په افغانستان کې د کندهار–هرات اوسپنۍ پټلۍ تفصیلي ډیزاین، د هرات–تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ او د حیرتان–هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، تاسو کولی شئ په یادو برخو کې پانګونه وکړئ. په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت همغږي کوونکي ویلي؛ موږ د اوسپنې پټلۍ، پلونو او سړک جوړونې په برخه کې پوره تجربه لرو. نوموړي زیاته کړې؛ په یادو برخو کې به د تجربه لرونکو او مسلکي انجینرانو پر مټ د دې وزارت سره همکاري وکړو.