د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي د استانې نړیوال فورم کې د ګډون په موخه قراقستان ته سفر کړی دی. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې چې نورالدین عزیزي به دې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په تړاو خبرې وکړي. د یاد وزارت په خبره، د استانې په نړیوال فورم کې به د نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، نړیوال امنیت، د تلپاتې پرمختګ او سیمهییزو همکاریو اړوند موضوعاتو ارزونه وشي.