د افغان سرپرست حکومت لهخوا د ښځو د اقتصادي فعالیتونو لپاره د چاپېریال برابرول یو د ستاینې وړ ګام دی، چې له امله یې نن سبا ګڼې افغان میرمنې د خپلو شخصي شرکتونو له لارې د ودې په مسیر کې روانې دي. دا پرمختګ نه یوازې دا ښيي چې افغان میرمنې د کاروبار، تولید، وارداتو، صادراتو او بازار موندنې په برخه کې مهم ظرفیت لري، بلکې دا هم ثابتوي چې که چیرې نور لازم فرصتونه هم برابر شي، نو ښځې کولی شي د هېواد په اقتصادي وده او ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
په دې وروستیو کې افغان میرمنو د بېلابېلو محدودیتونو او ټولنیزو خنډونو سره سره، خپلو هڅو ته دوام ورکړی. اوس چې د سرپرست حکومت لهخوا ځینې مثبت بدلونونه لیدل کېږي، دا یوه نوې هيله زېږوي. د سوداګرۍ په ډګر کې د ښځو هڅونه او ملاتړ، لکه د جوازونو د اخیستو اسانتیا، د مالیاتو معافیتونه، د نندارتونونو تنظیم، او د بازار موندنې اسانتیاوې، له هغو اقدامونو څخه دي چې د میرمنو پر ژوند یې مثبت اغېز کړی. دا چاره نه یوازې د اقتصادي عدالت یوه بیلګه ده، بلکې د ټولنې نیمایي قشر ته د فعاله ګډون فرصت برابرول دي.
اوس مهال ګڼې افغان میرمنې، که هغه په ښارونو کې وي یا په کلیو کې، خپلو نوښتګرو سوداګریزو مفکورو ته وده ورکوي. ځینې یې د غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، خوراکي توکو تولید، یا آن د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې له لارې نه یوازې خپله اقتصادي راتلونکې روښانه کړې، بلکې نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې. دا د ټولنې پر اقتصاد مستقیم مثبت اغېز لري او د کورنیو عایدات زیاتوي.
د ښځو پر مخ د سوداګرۍ دروازو پرانیستل د نړیوالو معیارونو سره سم یو سالم او هوښیار اقدام دی، چې نه یوازې د اقتصادي خپلواکۍ لور ته ګام دی، بلکې د ټولنې د سالم پرمختګ ضامن هم ګڼل کېدای شي. له دې کبله، دغه اقدام د ټول ملت له خوا د مننې او ستاینې وړ دی، ځکه دا نه یوازې میرمنو ته د عزت، خپلواکۍ او خوندیتوب فرصت برابروي، بلکې د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ او داخلي تولید د پراختیا لپاره هم یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
سره له دې چې دغه مثبت ګامونه د خوشحالۍ وړ دي، خو د افغان ولس ستره هیله لا هم پوره شوې نه ده. د افغان ټولنې غږ دا دی چې د سوداګرۍ ترڅنګ، د ښوونې او روزنې دروازې هم باید د افغان میرمنو پر مخ خلاصې شي. تر هغې ورځې چې ښځې ښوونځي او پوهنتون ته نشي تللی، او له علمي ودې بې برخې پاتې شي، تر هغه دا پرمختګونه به نیمګړي وي. علم او پوهه د هر ډول پرمختګ بنسټ دی، او که افغان میرمنې له زده کړو محرومې پاتې شي، نو د ټولنې نیمایي قشر به له پرمختګ وروسته پاتې وي.
د علم دروازې بندول، د سوداګرۍ د ودې مانا له منځه وړي. کله چې یوه ښځه زده کړې ولري، پوهه ولري، او نړۍ وپېژني، نو خپل کاروبار به لا ښه پرمخ یوسي، د نړیوالو بازارونو اړتیاوې به درک کړي، نوښتګر به وي، او د پانګونې نوې لارې به ومومي. له همدې امله، د علم او زده کړو لپاره اساسي فضا برابرول د هر ډول پرمختګ، نوښت او اقتصادي ودې بنسټ دی.
افغان ولس تمه لري چې د سرپرست حکومت د ښځو په برخه کې دا مثبت اقدامات یوازې په اقتصادي ساحه کې محدود نه شي، بلکې د هغوی د بشري، تعلیمي او مسلکي حقونو د تحقق لپاره هم عملي ګامونه واخلي. د ښوونځیو، پوهنتونونو او علمي بنسټونو پرانیستل به نه یوازې د افغان میرمنو لپاره د پرمختګ دروازې پراخې کړي، بلکې د ټولنې فکري ځواک به هم پیاوړی کړي. یوه پوهه ښځه کولای شي د سالمې کورنۍ، پرمختللي ټولنې او روښانه راتلونکي بنسټ کېږدي.
په پای کې ویلای شو چې د افغان میرمنو لپاره د سوداګریز چاپېریال رامنځته کول یو مهم او ارزښتناک ګام دی، خو دا ګام باید د دوام، پراخوالي او بشپړتیا لور ته یووړل شي. افغان ولس له خپل حکومت څخه تمه لري چې د دغو اقدامونو ترڅنګ، د زده کړو حق ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه زده کړې او اقتصاد یو له بله نه بېلېدونکي دي، او که دا دواړه سره همغږي شي، نو افغانستان به د پرمختګ، ثبات او عدالت په لور یو باثباته حرکت وکړي.