د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبداللطیف ثابت په مشرۍ یوه پلاوي د ترکیې استانبول ښار ته سفر کړی دی. افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ياد سفر د برېتانيې د بهرنیو شریکو ګټو او پراختيايي چارو ادارې په بلنه ترسره شوى، څو د يادې برنامې روان وضعيت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزوي، او د راتلونکو کلونو لپاره د يو اغېزمن پلان د طرحې پر جوړولو بحث وکړي او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشي. افغاني سره میاشت ژمنه کوي، چې له دې او ورته نورو برنامو څخه به د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره اړینه ګټه واخلي.