د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا ټینګار کړی، چې پاکستان تل په سیمه کې سوله غواړي او که هند له خپلې خوا همکاري او اخلاص وښيي؛ نو چمتو دی چې له هند سره د خبرو لپاره کېني. نوموړي یو وار بیا ویلي، چې هند د سند د اوبو له تړون څخه د وسلې په توګه کار اخلي. هغه ویلي، د هند لهخوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده او دوی به هیڅ کله د دې اجازه ورنه کړي.