د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د سرې میاشتې ریاست تر رهبرۍ لاندې د ملک سلمان خیریه بنسټ د ۴ زره کسانو د سترګو درملنه کړې ده. د مسوولینو په خبره په دغه ولایت کې یې د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۴ زره ۴۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه په څلورو ورځو کې کړې، چې په کې د ۴۰۰ کسانو د سترګو عملیات هم ترسره شوي دي. د بلخ ولایت ځایي چارواکو د ملک سلمان مرستندويه ټولنې او د البصر خیریه بنسټ له دغه نیک ګام څخه ستاینه کړې، چې د بېوزله هېوادوالو لپاره یې د سترګو د وړيا درملنې زمینه برابره کړې ده.