د سمنګانو ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې د سړکونو بیا رغول او جوړول، د څښاک اوبو د شبکې، د استنادي دېوال، تشنابونو او د نورو زیربنايي تاسیساتو رغول شامل دي، چې چارې یې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ورته ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.