د چاپیریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست نن په رسمي ډول بېرته خپل فعالیت پیل کړ. د سرچینې د مالوماتو له مخې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د چاپېریال پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو عواملو له امله د افغانستان چاپېریال ډېر زیانمن شوی او عادي حالت ته د راګرځولو لپاره یې باید نظام، ولس او نړیوال ټول لاسونه سره یو کړي او پر وړاندې یې جدي مبارزه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د رسنیو له لارې د افغانانو غږ تر نړیوالو پورې ورسول شي چې هغوی هم د چاپېریال ساتنې او له اقلیمي بدلونو سره د مبارزې په لاره کې خپل مسوولیت ترسره کړي او په دې لاره کې له افغانستان سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.