د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۶۳۹ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې دا پرېکړه د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د یوې ځانګړې ناستې پر مهال وشوه او ټینګار وشو، چې د ترلاسه شوو ځمکو بشپړ معلومات دې اړوندو ادارو ته واستول شي. سرچینې ویلي، چې دغه ځمکې د غصب مخنیوي او استرداد مرکزي کمېسیون او ځانګړې محکمې د حکم پر بنسټ بېرته دولتي واک ته ورګرځول شوې دي. سرچینه همداراز وایي، چې په استرداد شوو ځمکو کې د غاصبینو له خوا جوړې شوې غیر قانوني ودانۍ نړول شوې او یو شمېر غاصبین هم نیول شوي دي.