د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۸مه نېټه د دېوزارت په نوبتي خبري ناسته کې خبريالانو ته د اسيان – چين او خليج د همکارۍ شورا د سرمشريزې معلومات ورکړل او ويې ويل، چې چين به د لوړ کيفيت د پرمختګ له لارې د درې اړخيزې همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.
د خبر له مخې، د اسيان – چين –خليج د همکارۍ شورا سرمشريزه د مې په ۲۷مه نېته د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپور کې تر سره شوې او درېيو خواوو د خپلمنځي همکاريزو اړيکو د پياوړتيا هيله ښودلې او اقتصادي فورم يې جوړ کړی دی.
ماو نينګ د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په اوسنې زمانه کې له ننګونو سره د مبارزې لپاره لاس موټی کول فرصتونه جوړوي.
نوموړې زياته کړې، چې سږکال د چين اقتصاد پرمختګ او ښه والی موندلی او ثبات يې ښودلی دی. بېجينګ به د لوړې کچې ورخلاصون ته دوام ورکړي او کورني او بهرني دورانونه پياوړي کړي، څو د اسيان او د خليج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو او نورو مختلفو هېوادونو تصدۍ د چين له پرمختګ څخه ګټې واخلي.