د چین او ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه د مې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه تر سره شوه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې غونډې مشري وکړه.
د کریباتي ولسمشر او خارجه وزیر تانيتي ماماو، د نیوئه صدراعظم او خارجه وزیر دالتون تاګيلاګي او د ټونګا شهزاده او خارجه وزیر توپوتوا په ګډون د یادو ټاپوګانو هېوادونو سياسي شخصيتونو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
ګډونوالو د ارام سمندر له ټاپوګانو هېوادونو سره د چین د اړیکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړه.
ګډونوال په دې غونډه کې پر ډېرو مسائلو د نظر توافق ته ورسېدل او یوه ګډه اعلامیه یې خپره کړه.