د ازموینو ملي اداره ویلي، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو پرون پیل شو او نن به هم دوام لري. یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دې ولایتونو کې کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، غور، بامیان، دایکندي، مېدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونه شامل دي. تر دې وړاندې یادې ادارې مسوولینو ویلي و، چې د سږني کانکور ازموینه به په ټولو ولایتونو کې په پوره شفافیت ترسره شي.