یوه روسي سوداګر د پنجشېر له سرپرست والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې د دې ولایت د زمردو په شپږو کانونو د پانګونې طرحه شریکه کړې ده. روسي سوداګر پنجشېر کې ډاډ من امنیت ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې له عصري وسایلو او تجهیزات څخه په ګټې اخیستنې به دغه کانونه استخراج کړي. دغه راز دې کتنه کې د پنجشېر والي د یادې طرحې هرکلی کړی او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.