د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه هېواد کې د چيني زده کړندويانو ويزې لغوه کېږي.
په امريکا کې د چين د سفارت وياند د مې په ۲۹مه نېټه د واشنګټن دې اقدام ته غبرګون ښودلی او هغه يې یوه سیاسي او تبعیضي چاره بللې ده.
ده ویلي چې بېجینګ د امریکا له دې اقدام سره سخت مخالفت کوي.
دغه وياند ویلي د امريکې دغه کړنې به په امريکا کې د چين د زده کړندويانو عادلانه او قانوني حقونه او ګټې زيانمنې کړي او په نړیواله کچه به د امريکې باور ته لا ډېر زیان ورسوي.
نوموړي زياته کړه، چې په امريکا کې د چين سفارت په لومړي وخت کې امريکا ته جدی احتجاج څرګند کړ او د امريکې پر حکومت يې غږ کړی، چې سمدستي خپله تيروتنه اصلاح کړي او په امريکې کې د چيني زده کړندويانو عادلانه او قانوني حقونه او ګټې تامين کړي.