د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ ويلي، مونږ باید د چيني شکله عصريتوب لپاره د کليوالو سيمو سمسورتيا چټکه کړو او تر هر څه لومړی دې د خلکو د شتمنېدو چارو ته وده ورکړو.
د چين مختلف ځايونه اوس د شي جين پينګ په لارښوونې د رنګا رنګ ځانګړتيا لرونکو چارو د پرمختګ او د کليوالو صنعتي چارو د کچې د لوړولو په هڅې کې دي، څو د کليوالو سيمو بشپړه سمسورتيا رامنځته شي.
ګڼ شمېر سيلانيانو د روانې مې مياشتې له پيل راهیسې د چين د جنوب ختيځ فوجيان ولايت د جانګ جو ښار د دونګ شان ولسوالۍ ساحلي ”او جياو“ کلي ته مخه کړې، دوی هلته تازه او خوندور سمندري خواړه خوري، د کب نيوونکي کلي ځانګړی کلتور تجربه کوي او له ښايسته ساحلي طبيعي منظرو څخه یې خوند اخلي.
د فوجيان ولايت د جانګ جو ښار د دونګ شان ولسوالۍ د”او جياو“کلي اوسېدونکې جو شون فانګ وايي ” په اوونيزې رخصتۍ کې زما د مېلمستون د ټولو ۳۸ کوټو سپارښتنې شوې وي. اوس په کلي کې د خوړو د لېږد رالېږد يخ لوژستيکي ځنځير سمبال دی، نو سمندري پيداوار د هېواد مختلفو ځايونو ته لېږدولای شو. ژوند مو ورځ تر بلې ښکلی او نيکمرغه کېږي.“
د”او جياو“کلي درېيو لوريو ته سمندر دی او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د سمندري ښکار، سمندري کښت، د سمندري پيداوارو پروسېس، الکترونيکي سوداګرۍ او د کب نیونکو مېلمستونونو په شمول يو لړ ځانګړې چارې روزلي او د سمندر په اتکا يې يوه نوې پرمختيايي لاره موندلې ده.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې له”او جياو“کلي څخه ليدنه وکړه او کليوال يې وهڅول چې له سمندر ګټې پورته کړي او د کليوالو سيمو د سمسورتيا او ګډې شتمنۍ پر لارې چټک ګامونه واخلي.
د فوجيان ولايت د جانګ جو ښار د دونګ شان ولسوالۍ د”او جياو“کلي د د کليوالو کمېټې مرستيال شنګ لای شون رسنيو ته ويلي، چې اوس په دغه کلي کې څه باندې ۴ زره کسان په کب نېوونکو چارو بوخت دي، ۵۰۰ کسان يې الکترونيکي سوداګري کوي او ۴۱ مېلمستونونه د سيلانيانو پرمخ خپلې دروازې خلاصوي. لکه څنګه چې عمومي منشي شي جين پينګ ويلي، کليوالې سيمې به په نوې زمانه کې حتماً لا روښانه اينده او کليوال اوسېدونکي به لا ښه ژوند ولري.
عمومي منشي شي جين پينګ د ځانګړو کليوالو چارو پرمختګ ته خورا ارزښت ورکوي. هغه څو ځلې ځمکو، کروندو او توليدي کارخونو ته تللی او هلته يې د خلکو د شتمنېدو چارو لارښوونې کړې دي. نوموړي په هو بۍ ولايت کې له خلکو سره په خبرو کې ويلي: ” موږ د چيني شکله عصريتوب لپاره اړتيا لرو چې د کليوالو سيمو سمسورتيا په چټکۍ ترسره کړو او تر هر څه لومړی بايد د خلکو د شتمنېدو چارو ته وده ورکړو.“هغه سږ کال په ګوی جو ولايت کې هم ورته وينا کړې: ”موږ بايد د ځايي شرايطو پر اساس د غرنيو سيمو ځانګړو او اغېزمنو کرنيزو چارو ته پرمختګ ورکړو او د سيالۍ وړتيا لرونکې ځانګړې او اصلي چارې باید وروزو.“
له روان کال راهيسې د شي جين پينګ د لارښوونې په رڼا کې د چين په مختلفو کليوالو سيمو کې ډول ډول ځايي ځانګړتيا لرونکې چارې فعالې شوې دي.
په نن سبا کې به د چين د سه چوان ولايت د يي بين ښار د چانګ نينګ ولسوالۍ په تونګ ګو علاقه دارۍ کې د الوکاټو بې شمېره ونې حاصلات ورکړي او د اټکل له مخې به ځايي بڼوالان سږکال د الوکاټو ۳۸۰۰ ټنه حاصلات واخلي او له ۵۳ ميليونو يوانو زياتې ګټې به ترلاسه کړي.
دغه راز د چين په بېلا بېلو کليوالو سيمو کې ډول ډول ځانګړي کرنيز محصولات کرل کېږي او په دې سره به د کليوالو جيبونه ډک وي.