په تورخم کې د کډوالو د لېږد امر، بخت جمال وايي، چې د پاکستان له زندانونو ۱۳۹ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول. نوموړی وايي، چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي. د هغه په خبره په دغو بندیانو کې چې ښځې او ماشومان هم شامل دي، له شلو ورځو تر شپږو میاشتو یې د بند موده تېر کړې ده.جمال زیاتوي چې دا بندیان د پکتیکا،پکتیا،بغلان، غزني ننګرهار، لغمان، کنړ، کابل، کندوز، لوګر ، سرپل، او کندهار ولایتونو اړوند دي. چې د لازمو مرستو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ور وپېژندل شول.