د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال په لومړيو دوو میاشتو کې د هېواد په کچه د نږدې ۶۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی. سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګو او آسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵۷۴ زره او ۹۱۲ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې، چې له دې ډلې یې ۲۰ زره ۱۱۵ کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه دي. د دغې ادارې پر ټویټر پاڼې راغلي چې ډېری پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له لارې وېشل شوي دي.