د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې ۱۱۰۷ کډوالې کورنۍ چې په جبري ډول له ایران او پاکستان نه اېستل شوي هېواد ته راستنې شوې. د راپور پر بنسټ، د تورخم له لارې ۱۲۵ او د کندهار له لارې ۶۸ کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوي دي. همدا راز ایران بیا تېره ورځ تر ټولو ډېر شمېر ۹۱۴ کورنۍ له دغه هېواده اېستلې دي. د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر چټک کړی دی. پاکستان بیا د اپرېل میاشتې راهیسې د کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پېل کړې چې د شمېرو له مخې تر دې دمه یې تر ۱۵۰زرو ډېر افغانان په زور له خپل هېواده اېستلي دي.